یونان: د کښتۍ ډوبېدو نوې پېښه کې لږترلږه ۳ کډوال مړه شوي
د یونان سمندري ځواکونو نن سه شنبه وویل چې د دغه هېواد ساحلي اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو نوې پېښې لږترلږه ۳ کډوال وژلي او څه باندې ۲۰ تنه نور لادرکه دي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د لېروس ټاپو اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي وو.