بلجیم کې د پناه غوښتونکو کړکېچن حالت
که څه هم بلجیم تېره جنوري د پناه غوښتنې د ناسم مدیریت په تړاو د بروکسل د ابتدایي محکمې له خوا محکوم شو، خو سازمانونه وایي چې بلجیمي چارواکي لا هم له قوانینو سر غړوي. د بلجیم د نوي سیاست له مخې دوبلیني شوي کډوال نه شي کولی چې سمدلاسه مرکزونو کې سرپناه ترلاسه کړي. سازمانونه بیا دا د اروپایي قوانینو او د محکمې له پرېکړې سرغړونه بولي.