کډوال د الماني سرتېرو له خوا بدرګه کېږي، رویترز

کډوال د الماني سرتېرو له خوا بدرګه کېږي، رویترز

اتریش کې د کډوالۍ پر وړاندې نوي اقدامات

ان - ډیاندرا لوارن
له لوري پر 08/11/2018
اتریش کې د کډوالۍ پر وړاندې سیاستونه د ښې اړخې او د محافظه کار ګوندونو د واکمنۍ پر مهال سخت شوي دي. اوس پوښتنه دا ده چې دې هیواد کې د کډوالو د ژوند وضعیت څنګه دی. کدوال نیوز له ویانا، سالزبورګ او د اتریش او المان له سرحد څخه تاسو ته رپوټ درکوي.
د اتریش او المان په سرحد کې الماني سرتېري د ۲۴ ساعتونو له پاره پر تلاشیو بوخت دي، عاصم سلیم
په زرګونو قاچاق وړونکي او سرحد کې د پولیسو د تلاشۍ پوسته
د اتریش او المان په سرحد کې الماني سرتېري د ۲۴ ساعتونو له پاره پر تلاشیو بوخت دي، عاصم سلیم

د المان د سرحدي پولیس ویاند ماتیاس نات وایي: «دلته چې موږ ولاړ یو فرایلاسېنګ نومېږي او د اورګاډیو تمځای دی. په ۲۰۱۵ کې دې ځای کې په زرګونو کډوال موجود وو. خو اوس هېڅوک نه شته.» 

فرایلاسېنګ تمځای کې اوس څو کسان له یو اورګاډي څخه ښکته کېږي.

          -

د فرایلاسېنګ تمځای مخ ته څو پناه غوښتونکي ناست دي او له یو بل سره خبرې کوي. دوی هره ورځ د الماني ژبې کورسونو ته ځي. فلسطیني پناه غوښتونکی احمد وایي: «هېڅوک نه غواړي چې اتریش کې پاته شي. زموږ مقصد المان دی.»

۲۰ کلن احمد له دوو نیمو کلونو راهیسې المان کې اوسېږي. هغه وایي: «دلته ژوند اسان دی. کومه خاصه ستونزه نه لرو.»

احمد له نورو ځوانو کډوالو سره په یوه دولتي مرکز کې ژوند کوي چې د فرایلاسېنګ په سیمه کې موقعیت لري. هغه اوس د قبولۍ د ځواب په انتظار دی او هیله لري چې المان کې ډېر ژر خپل نوی ژوند پیل کړي.  

خو په نورو سیمو کې وضعیت داسې نه دی او الماني پولیس هغه موټرونه دروي چې له اتریش څخه راځي. د A8 په لویه لاره کې شاوخوا شل سرتېري د ۲۴ ساعتونو له پاره پر تلاشیو بوخت دي. ماتیاس نات وایي چې هره ورځ له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کسان د المان او اتریش په سرحد کې تلاشي کېږي.

           -

نوموړی زیاتوي: «زموږ سرتېري پوهېږي چې کوم موټر باید ودرول شي او ولې.» د هغه په وینا هغه موټرونه چې بهرني نمبر پلېټونه لري درول او تلاشي کېږي. نوموړی وایي چې د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې ۴۰۰ قاچاق وړونکي د المان او اتریش په سرحدونو کې نیول شوي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کې یوازې ۳۳۰ کسان نیول شوي وو.

ماتیاس نات زیاتوي: «په ځینو مواردو کې کډوال په ډېرو خرابو شرایطو کې انتقالېږي. د بېلګې په توګه، تېره اونۍ له لسو زیات بنګلادیشي کډوال په یوه نظامي موټر کې پټ شوي وو.»

په ۲۰۱۸ کې المان کې د ناقانونه ترانزیټ ۷۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي. د چارواکو په حواله ۴۳۰۰ کډوال بېرته اتریش ته استول شوي.

اتریشي سرتېري د تمرین په حال کې، رویترز
« اتریش ته تلل اسان کار دی خو هلته د قبولۍ چانس نه لرم»
اتریشي سرتېري د تمرین په حال کې، رویترز

یو بل کډوال یحیی المان کې په نامنظمه توګه کار کوي خو د قبولۍ سند نه لري. ۲۹ کلن یحیی سنېګالي دی او له ۲۰۱۴ راهیسې المان کې اوسېږي. نوموړی وایي، خلک فکر کوي چې په المان کې پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکول کېږي، خو دا سمه خبره نه ده.

یحیی د المان په اړه وایي: «غواړم چې المان کې پاته شم، خو باید ووایم چې دلته خوښ نه یم. لومړۍ غوښتنه مې رده شوه. که دویمه غوښتنه هم رده شي نو باید یو بل هیواد ته لاړ شم. اوس له یو چا سره په یو ګډ کور کې اوسېږم. پیسې هم را سره نه شته. اتریش ته تلل اسان کار دی خو دلته د قبولۍ چانس نه لرم.»


اتریش کې د سباستین کورڅ د واکمنۍ پر مهال د کډوالو پر ضد سیاستونه سخت شوي دي. ۳۱ کلن کورڅ چې له جنورۍ راهیسې د اروپایي اتحادیې دوره یې مشر دی وایي، چې کډوال باید په غیر اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.

اتریش هیله لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې یوازې هغو کسانو ته قبولۍ ورکړي چې اروپایي ارزښتونو ته درناوی کوي. د ښاغلي کورڅ په یوه یادداښت کې راغلي چې کډوال معمولاً لږ سواد لري او یا بیخي سواد نه لري او له همدې کبله اروپایي ارزښتونو ته خطرناک بلل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اتریش د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له تړون څخه وځي

د اتریش حکومت د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه وویل چې د ملګرو ملتونو له هغه تړون څخه وځي چې د کډوالۍ په اړه دی. یاد سند لومړی نړۍوال تړون دی چې په ډسمبر میاشت کې په مراکش کې تصویبېږي. کورڅ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې کار مقصد د اتریش له خپلواکۍ څخه دفاع کول دی.


د قانون له مخې اتریش کې اوس له کډوالو سره د مادي مرستې کچه ټیټه شوې. د مهاجرت یو کارپوه احمد لفتوي په دې اړه وایي: «کډوالو سره مادي مرسته د هغوی له شخصي وضعیت سره تړاو لري. معنا یې دا چې وضعیت ډېر پیچلی شوی. اوس هره میاشت مجردو کډوالو ته ۸۵۰ یورو ورکول کېږي. خو له کورنیو سره د ماشومانو د شمېر پر اساس مرسته کېږي.»

اتریش کې پناه غوښتونکي یوازې د ملګرو ملتونو له مالي مرستې څخه برخمن کېږي چې ډېره کمه ده.

یو بل قانون: له دې څخه وروسته اتریش کې د پناه غوښتونکو تېلېفونه ضبط او بررسي کېږي. خو احمد لفتوي وایي چې دا کار تر اوسه عملي شوی نه دی.

یو ځوان کډوال په یوه اروپایي ښار کې، رویترز
د ادغام پر وړاندې خنډونه
یو ځوان کډوال په یوه اروپایي ښار کې، رویترز

اتریش کې د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي هاینز پاتزلت وایي چې دې هیواد کې د کډوالو وضعیت زړه ایستونکی دی. نوموړی ټینګار کوي چې د پناه غوښتنې پروسه شفافه او عادلانه نه ده.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ویانا کې ارواپوهان له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې په روحي ناروغیو اخته دي

د اتریش حکومت هڅه کوي چې کدوال دې هیواد کې ادغام نه شي. اتریش کې د بخښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي په وینا داسې یو وضعیت بې ساری دی. هغه زیاتوي: «اوس د الماني ژبې ټول کورسونه او د ادغام ټول پروګرامونه لغو شوي دي. کډوال لرو پرتو ځایونو ته استول کېږي چېرې چې نه روغتیایي خدمات شته نه دکانونه.»


اتریش کې د ۲۰۱۷ له اکتوبر راهیسې پناه غوښتونکي مکلف دي چې د ادغام یو تړون لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې کډوالو سره یوازې هغه مهال مادي مرسته کېږي چې د الماني ژبې تصدیق پاڼې ور سره وي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فوټبال کډوالو ته د ادغام زمینه برابروي

۲۴ کلن امجد خان چې پناه غوښتونکی دی او په سالزبورګ ښار کې اوسېږي، کډوال نیوز وایي: «اتریش کې مثبت ځواب تر لاسه کول ممکن نه دی. کډوال انتظار باسي او په اخر کې منفي ځواب تر لاسه کوي. د ملګرو ملتونو سازمان موږ ته هره اونۍ یوازې ۴۰ یورو ورکوي، خو سالزبورګ یو قیمتي ښار دی. اوس ژمی په را رسېدو دی او هوا یخه کېږي.» امجد خان د افغانستان له جلال اباد ښار سره تړاو لري.


اتریش کې سازمانونه هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د اتریش حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې ځایي انجوګان حق نه لري چې د پناه غوښتنې د بهیر پر مهال له کډوالو سره مرسته وکړي. هاینز پاتزلت په دې اړه وایي: «د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل چې پناه غوښتونکي باید تر کنټرول لاندې وي. اوس هغه هڅه کوي چې یوازې د دولت کارکوونکي له کډوالو سره مرسته کړي او نه انجوګان. دا بیخي مسخره ده.»

سالزبورګ ښار، ان - ډیاندرا لوارن
اتریش کې د افغان کډوالو وضعیت
سالزبورګ ښار، ان - ډیاندرا لوارن

د انجوګانو په وینا اتریش کې افغان کډوالو ته سپکاوی کېږي. هاینز پاتزلت په دې اړه وایي: «لومړی افریقایان داسې وو، په ځانګړې توګه نایجریایي کډوال. اوس د افغانانو وار دی.» هاینز پاتزلت زیاتوي چې د اتریش، ترکیې او د افغانستان حکومتونو د یو تړون له مخې افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته اخراج کړل شي. نوموړی وایي: «د اتریش په حواله افغانستان یو امن هیواد دی.» دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د یو رپوټ له مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې افغانستان کې ۱۶۹۲ کسان وژل شوي او ۳۴۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

یو بل افغان کډوال ساجد خان اتریش کې د خلکو د چلند په اړه وایي: «اتریش کې موږ ته سپکاوی کېږي.» ۴۳ کلن ساجد خان په ۲۰۱۴ کې اتریش ته رسېدلی خو تر اوسه پورې د قبولۍ په انتظار دی. هغه وایي: «د پناه غوښتنې بهیر ډېر مشکلات لري. موږ د کار حق نه لرو. اتریشي خلک هم له موږه ویرېږي.»


د ساجد خان په خبره ځینې کډوال له مجبورۍ نشه یي مواد پلوري ترڅو چې د خپل ژوند له پاره پیسې تر لاسه کړي. هغه وایي: «کله چې یو افغان کډوال کوم جرم کوي، نو خلک فکر کوي چې ټول افغانان داسې دي. اوس د پولیسو کنټرول زیات شوی دی. اتریشي سرتېري هم له موږ سره ناوړه چلند کوي.»

ساجد خان د مثبت ځواب په انتظار نه دی. هغه وایي چې نه غواړي د راتلونکې په باره کې فکر وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت او د لومړي وزارت دفتر حاضر نه شول چې په دې اړه له کډوال نیوز سره مرکه وکړي.

کورپاڼه/پېښو ته کتنه
حقونه
متن: ان - ډیاندرا لوارن