فرانسه: د دولت شورا د مهاجرو د کورنیو غړو ته د ویزو پر صادرولو بندیز لغوه کړ
د فرانسې د دولت شورا پرون پنجشنبه د کورنۍ سره د یو ځای کېدنې پروګرام په چوکاټ کې د مهاجرو د کورنیو غړو ته د ویزو پر صادرولو بندیز لغوه کړ. تېر کال د فرانسې دولت د کورونا ویروس روغتیایي کړکېچ له امله دغه پروګرام ځنډولی و.