زموږ په اړه
کډوال نيوز د کډوالو له پاره د خبرونو او معلوماتو داسې پاڼه ده چې هدف يې د هغوی د سفر په هر پړاو کې له ناسمو او غلطو معلوماتو څخه مخنيوی دی: يعنې د هغوی په اصلي هېواد، د لارې په اوږدو، يا په هغو ځايونو کې چې دوی غواړي نوی ژوند په کې پيل کړي. کډوال نيوز په شپږو ژبو خپرېږي: فرانسوي، عربي، انګليسي، دری، پښتو او بنګالي.
کډوالي څه نوې پديده نه ده. خلکو تل د لا ښه ژوند په لټه کډه کړې ده. په ۲۰۱۷ کال کې کله چې اروپا له جګړو څخه د تښتېدلو ملیونونو سوریایي کډوالو له څپو سره مخ وه، کډوال نیوز خپل کار پیل کړ. اروپا ته د مهاجرو راتګ لا هم ادامه لري او نن سبا خلک د بېلابېلو دلایلو له امله کډه کوی: نښتې، تاوتریخوالی، تعقیب، اقتصادي بې ثباتي او یا اقلیمي بدلون.
هره اوونۍ په زرګونو خلک خپل ژوند په خطر کې اچوي څو د اروپا ساحلونو ته ورسيږي. دا چې له دغه بحران سره څنګه چلند وشي، په اړه يې نظرونه سره وېشلي دي.
د ډاډ او باور وړ معلومات وړاندې کول
په يو شي باندې د نظرونو يووالی شته: کډوال د باور وړ او متوازنو معلوماتو ته اړتيا لري، چې دوی ورته د سفر پر مهال ډېری وخت لاسرسی نه لري. آن مخکې له دې چې خپل کور پرېږدي، کډوال له ډېرو زياتو ضعيفو او ناډاډمنو معلوماتو سره مخامخ وي. څېړنې ښيي چې ډېري کډوال تر ټولو زيات معلومات له انساني قاچاقچيانو څخه اخلي، چې غواړي تېر يې باسي او ناوړه استفاده ورڅخه وکړي.
د درو سترو رسنيو تر منځ همکاري
کډوال نيوز د درو سترو اروپايي رسنيو تر منځ يوه ګډه پروژه ده: فرانس ميديا موند (فرانس ۲۴، د فرانسې نړيواله راډيو، مونت کارلو الدوليه)، د آلمان د عامه خدماتو د نړيوالې رسنۍ دويچه ويله، او د ايټاليې د خبري اژانس (انسا) تر منځ. يوه برخه يې د اروپايي ټولنې له خوا هم تمويليږي.
کډوال نيوز له پلوریسیتې سره ګډ کار کوي چې د پروژې ارزونه هم ور په غاړه ده.
مختلفې ژبې، بېلابېلې آسانتياوې
د نن ورځې کډوال ښايي ډېر څه ونه لري، خو ځيرک تليفونونه او ټولنيزې رسنۍ دا امکان ورکوي چې له نړۍ سره په داسې يو ډول په تماس کې پاتې شي چې يو نسل پخوا يې لا څرک نه و. هغوی له خپلو ملګرو، کورنۍ او له نړيوالو خبرونو سره په تماس کې دي کله چې له مختلفو هېوادونو څخه تېريږي. دغه ارتباط لرونکي خلک کډوال نيوز ته له بېلابېلو لارو لاسرسی موندلی شي، لکه په تېره ګرځنده تليفون او ټولنيزې رسنۍ. کډوال نیوز پر لاندنیو ټولنیزو رسنیو خپرونې لري:
- فېسبوک پهفرانسوي، عربي ، انګلیسي ، دري ، پښتو او بنګالي ژبو
- انسټاګرام په فرانسوي، عربي او انګلیسي ژب
- ټویټر په فرانسوي، عربي او انګلیسي ژبو
- ټېلګرام په دري ژبه
- وړیا لومړني معلومات په فرانسوي، عربي او انګلیسي ژبو
- یوټیوب په ټولو ژبو
- سوندکلود
موخې
کډوالو ته د باور او ډاډ وړ، موثق او متوازن خبرونه او معلومات ورکول د هغو هېوادونو په هکله چې ورڅخه وتلي دي، هغو هېوادونو په اړه چې ورڅخه تېر شوي، او هغو هېوادونو په اړه چې مخه يې ورته کړې ده.