پاکستان: UNHCR افغان کډوالو لپاره څه ډول خدمات وړاندې کوي؟
پاکستان یو له هغو هیوادونو دی چې میلیونونه افغانان په کې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي. د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري ( UNHCR ) وايي چې د پاکستان حکومت او اړوندو ادارو سره يي په ګډه په دغه هیواد کې میلیونونه راجستر افغان کډوالو ته پر وخت لازم بشري خدمات وړاندې کړي خو بل پلو بیا یو شمیر کډوال د یادې ادارې له خدماتو خوښ نه دي.