تیرو دریو میاشتو کې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ کچه ۷ سلنه راټیټه شوې ده
د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتلو آژانس ( فرانتکس) وايي چې د روان میلادي کال په دریو میاشتو کې اروپا ته په ناقانونه ډول د کډوالو د تګ کچه، د تیر کال د همدغې مودې په پرته راټیټه شوې ده. د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د مارچ تر پایه، داروپا په سرحدونو کې ۲۴ زره کډوال ثبت شوي دي.