فنلنډ غواړي چې د کډوالو د احتمالي راتګ له وېرې له روسیې سره پر پوله خنډونه جوړ کړي
فنلنډ وایي په پام کې لري چې له روسیې سره پر پوله به د خنډونو د جوړولو په موخه په خپلو سرحدي قوانینو کې بدلون رامنځ ته کړي. فنلنډ له دې څخه ډارېږي چې روسیه به دغه هیواد ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابره کړي. خو اینالکو کې د سرحدي امنیت کارپوه دامین سیمونو وایي هېڅ کوم داسې ثبوت نشته چې وښيي چې دا ګواښ رېښتینی دی.