دویم پړاو ته د ښې اړخې سیاستوالې لار موندنه: فرانسه کې بهرنیان اندېښنې ښيي
د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې تېره یکشنبه د ښې اړخې افراطي سیاستوالې مارین لوپن دویم پړاو ته لار وموندله. هغه وایي چې د بریا په صوت کې به د کډوالۍ په هکله خپل پروګرامونه عملي کوي. کډوال نیوز له هغو سند لرونکو او سند نه لرونکو بهرنیانو سره خبرې کړې دي چې په فرانسه کې اوسېږي او په دې اړه یې د هغوی نظرونه پوښتلي دي.