پاکستان د افغان کډوالو لپاره د ويزې نوې تګلاره تصويب کړې
د پاکستان حکومت د هغو افغانانو لپاره د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې څوک چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو یا نورو غربي هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه سفر کوي۔
د پاکستان حکومت د هغو افغانانو لپاره د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې څوک چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو یا نورو غربي هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه سفر کوي۔
هغه افغان کډوال چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پاکستان ته داخل شوي دغه هېواد کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي. يو شمېر افغان پناه غوښتونکو له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د نېشنل پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د ايران حکومت ۳۸ ناقانونه پاکستاني کډوال اخراج کړي څوک چې دغه هېواد ته داخل شوي وو او پر وړاندې يې اروپا ته د تللو هڅې کولې۔
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته د افغان کډوالو د اسنادو د نوي کولو او د معلوماتو د تصديق تمرين پروګرام سر ته رسولی دی.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې - يو اين ايچ سي آر - پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د نویو سمارټ کارتونو د ورکولو پروګرام دغه هیواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ د چټکوالي له امله ځنډولی دی.
ايران تېره اونۍ لږ ترلږه ۱۱۳ پاکستاني کډوال د پاکستان چارواکو ته سپارلي دي. دغه کسان ایران ته په ناقانونه توګه داخل شوي وو او اروپا ته د تلو په تکل کې وو.
تېر کال ایران شاوخوا ۲۰ زره ناقانونه پاکستاني کډوال نيولي او پاکستاني چارواکو ته یې سپارلي دي. دغه مهاجر په ناقانونه طريقو ايران ته داخل شوي وو او غوښتل یې چې اروپا ته ځان ورسوي.
د پاکستان او د بوسنيا هرزګوینا هېوادونو يوه هوکړه لاسليک کړې کومه چې بوسنيا کې ميشتو شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني ناقانونه کډوالو ته وطن ته د بېرته ستنېدو لاره هواروي.
پاکستان څخه اروپايي هېوادونو ته د ايران له لارې د انساني قاچاق هلې ځلې زياتې شوې دي. حتی په ايران او اروپايي هېوادونو کې د روانې کورونا ويروس وبا هم د انساني قاچاق په لړۍ اغيزه نه ده کړې.
د کورونا ويروس مثبتو پېښو د کمېدو او سفري بندېزونو نرمولو سره سم د پاکستان څخه اروپايي هېوادونو ته د انساني قاچاق هلې ځلې يو ځل بيا پیل شوې دي.
د ټايمزاف لنډن د يو راپور ترمخه په زرګونو پاکستاني ناقانونه کډوال د اروپايي اتحاديې هيوادونو ته د ننوتلو لپاره د بوسنيا لارې کاروي.
پاکستانی خبريال ساجد حسین سويډن کې لادرکه شوی دی. پاکستان کې د ساجد حسین کورنۍ، ملګري او د خبريالانو ټولنې د هغه د خونديتوب په اړه ادېښمن دي.