فرانسه: کالې ښار کې پر کډوالو د خوړو وېشلو د منع فرمان ځنډول شوی دی
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د فرانسې د کالې ښار په مرکز کې نور د ناراجسټرو سازمانونو له خوا پر کډوالو د خوړو د وېشلو د منع فرمان نه عملي کېږي. خو سازمانونه وایي چې د یاد فرمان نه عملي کېدل ځکه پر وضعیت نه دی اغېز کړی چې دوی لا هم د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له خنډ سره مخ دي.