بریتانیا غواړي چې د کډوالو لپاره خپل قانون سخت کړي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د خپل هیواد عوامو مجلس ته د کډوالۍ په سیستم کې د داسې اصلاحاتو وړاندیز کړی چې له مخې به يي د هغو پناه غوښتونکو حقونه محدود شي چې په قانوني او یا ناقانونه ډول بریتانیا ته د ننه کیږي. مرستندویه سازمانونه دغه اصلاحات « بې رحمانه او غیرانساني» بولي.