فرانسه: کالې کې ۱۴۶ مهاجر له یو هنګر څخه ایستل شوي، ۲۰ تنه نور اداري توقیف خونو ته استول شوي
پرون پنجشنبه د فبرورۍ ۲۵مه د فرانسې په شمالي کالې ښار کې د پولیسو د دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۶ مهاجر د مګنزیا هنګر او له روزېلیر ډګر څخه ایستل شوي دي. د چارواکو په حواله ۱۲۶ کسانو ته سرپناه برابره شوې خو ۲۰ تنه نور توقیف خونې ته استول شوي دي.