اروپايي هیوادونو افغانستان ته د اخراجي پروازونو لړۍ یو ځل بیا پیل کړې
افغان چارواکي وايي يو شمير اروپايي هيوادونو چې د کرونا وبا له امله افغانستان ته يې د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پروازونه ځنډولي ول، اوس يي له سره پيل کړي. دغه څرګندونې افغان چارواکو کړې او په دې برخه کې يې د آلمان، اتريش او سويډن په ګډون د څو هیوادونو نومونه اخیستلي دي.