فرانسه کې هغه ادارې چې کډوالو ته بیلابیل خدمتونه واندې کوي
په فرانسه کې ګڼ شمیر داسې انجمنونه او ادارې شته چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د خوراکي موادو، جامو، د پناه غوښتنې اداري پروسو، سرپناه، معلوماتو ورکولو او نورو برخو کې مرسته کوي.
په فرانسه کې ګڼ شمیر داسې انجمنونه او ادارې شته چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د خوراکي موادو، جامو، د پناه غوښتنې اداري پروسو، سرپناه، معلوماتو ورکولو او نورو برخو کې مرسته کوي.
د فرانسې په شمالي برخه کې د سختې سړې هوا له وړاندوینې سره سم، دولت د یکشنبې په ورځ د کالې او ګراند سنت په ښارونو کې د کډوالو د سرپناه لپاره د نورو ځایونو د پرانیستلو خبر ورکړی. د کډوالۍ ملاتړې ادارې اندیښمن دي چې نوي ځایونو ته د کډوالو تګ او لاسرسۍ ستونزمن دی.
د پاریس ښاروالۍ د لومړۍ پاریس په سیمه کې چې د دغه ښار په زړه کې پروت دی د ډسمبر میاشت په لومړیو کې د کډوالو د هرکلي یو نوی مرکز پرانیزي. د اوس لپاره کډوال یوازې کولای شي د ملاقات اخیستلو له لارې د دغه مرکز له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
تقریبا هره ورځ فرانسوي او بریتانوي ځواکونو د مانش سمندر ته د کډوالو د کښتیو د ورتګ د ژغورلو هڅه کوي. دغه کار څه ډول تنظیمیږي؟ ایا د انګلیس او فرانسې ترمنځ دغه سمندر پوله لري ؟ ایا بریتانوي ځواکونه کولای شي بیړۍ چلونکي بیرته د فرانسې اوبو ته واړوي؟ مهاجر نیوز دغه موضوع ته کتنه کړې.