پاریس کې د کډوالو لپاره د وټساپ یوه نوې معلوماتي شمیره فعاله شوې
په پاریس کې « 505MIGRANTS » هغه ډیجیټلي پلټفارم دی چې کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د وټساپ یوې شمیرې له لارې د اړتیا وړ معلومات وړاندې کوي.
په پاریس کې « 505MIGRANTS » هغه ډیجیټلي پلټفارم دی چې کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د وټساپ یوې شمیرې له لارې د اړتیا وړ معلومات وړاندې کوي.
فرانسه لاهم د هغو افغانانو ایستلو ته داوم ورکوي چې له نورو اروپايي هیوادونو څخه ورغلي وي. په پاریس کې یو شمیر دوبلیني افغان کډوال وايي چې دولت پریکړه کړې چې مونږ رومانيي هیواد ته واستوي. دغه افغانان اندیښنه لري چې له رومانيي څخه به افغانستان ته اخراج شي.
ډاکټره سلیمه رحمان چې د پاکستان په راولپنډۍ کې افغانو میرمنو او نورو ناروغانو ته د خدمت له امله مشهوره ده،د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د آسیا نانسن جایزه يي خپله کړه. نوموړې له دې امله دغه کلنۍ جایزه خپله کړې چې د نجونو د زده کړې د پرمختګ او اړمنو میرمنو ته يي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنر فلیپو ګراندي کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو او کډوالو چارو له وزیرانو سره د بشري مرستو، کډوالو او بې ځایه شویو په اړه غږیدلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر افغانان کډوالو غږ کړی چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.
پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان او فرانسویان د کابل له هوايي ډګر څخه پاریس ته انتقال شوي دي. د فرانسې دولت اعلان کړی چې د دغو نویو افغانانو د پناه غوښتنې د ثبت لپاره به د دوشنبې په ورځ د اګست په ۳۰ مه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې.
اروپا کې شپږو هیوادونو په یو رسمي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د رد شوو افغانانو اخراج و نه دروي. بل پلو افغان حکومت یو ځل بیا له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د ناامنیو له امله دې د افغان کډوالو ایستل و دروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري( UNHCR) تر ادارې لاندې د افغان ښوونځیو شاوخوا ۵۰۰ ښوونکي چې یو شمیر يي له دندې ګوښه شوي، تیره پنجشنبه په پیښور ښار کې د یادې ادارې مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول او د خپلو حقونو غوښتنه يي کوله.
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې میشت راجستر افغان کډوالو لپار چې د کارتونو موده يي د ۲۰۱۵ کال په پای کې پای ته رسیدلي وي، د سمارټ په نوم نوي ځیرک کارتونه ویشي. دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۱۶ د پاکستان د کابینې لخوا وشوه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ( یو ان اچ سي آر) اعلان کړی چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ چې د کرونا ویروس له امله دریدلې وه د جنورۍ په میاشت کې له سره پیلیږي.