ملګري ملتونه: ليبيا کي مهاجر مېرمني د غذا په بدل کي جنسي اړيکو ته مجبوره کړل کيږي
د ملګرو ملتونو د ادارې يوې څېړني رابرسېره کړېده چي په ليبيا کي د مهاجرو سره غير انساني چلن کيږي او د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندي کيږي.
د ملګرو ملتونو د ادارې يوې څېړني رابرسېره کړېده چي په ليبيا کي د مهاجرو سره غير انساني چلن کيږي او د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندي کيږي.
د بيځايه کېدنې د څار نړيوال سازمان او د مهاجرو لپاره د ناروې هيواد مرستندويه سازمان په خپل راپور کي وايي چي په ۲۰۲۱ کال تر ۵۹ مليونو څخه زيات انسانان په خپل هيواد کي دننه بېځايه شوي و.
پر يو ۲۵ کلن افغان مهاجر تور ؤ چي د اروپا پر لور د مهاجرت پر وخت په اوبو کي د خپل زوی د ډوبېدو په قضيه کي پړن دی. دغه مهاجر په يونان کي محکمې ته وړاندي کړل شو چې اوس يي برأت ترلاسه کړی.
له کلونو راهيسي پر يونان تور لګول کيږي چي په ناقانونه توګه مهاجر بېرته د ترکيې پر لور پر شا تمبوي. خو يونان هميشه دغه تورونه په سخته رد کړي دي. اوس يوې کوردۍ ليکوالې هم پر یوناني چارواکو ورته تور لګولی دی.
د پناه غوښتني په تړاو د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د ځانګړي ادارې بامف ناسمي فيصلې دغه هيواد ته هر کال په ۱۷ مليونه يورو لګښت تماميږي.
هغه مهاجر چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ آلمان ته راغلي، د يو تحقيق د پايلو له مخي د کرونا پاندمي په لومړي کال يې د ځان سره د پخوا په پرتله ورسره د زيات تبعيض احساس کړی دی.
په آلمان کي د بهرنيانو لپاره د ثبت په ځانګړي کتاب کي په ۲۰۲۱ کال تقريبا دوه مليونه مهاجر ثبت ول. سږکال هم د مهاجرو شمير مخ په زياتېدو دی.
له فرانسې څخه د مانش کانال له لاري و بريتانيې ته مهاجرو د تللو هڅي ادامه لري. په دې ترڅ کي تر ۱۰۰ زيات مهاجر له اوبو ژغورل سوي دي.
د زراعتي چارو کارپوه متين قایم د اوکراين د جګړې په ترڅ کي د خوراکي توکو د کمښت په تناظر کي محاسبه کړې چي ښايي په نړۍ کي لوږه نور هم زياته شي.
اروپايي کميسيون هغه وړانديزونه رد کړل، چي پکښي غوښتل شوي ول چي اوکرايني مهاجر دي د الزامي سهميې پر اساس د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو وويشل شي.
د اروپايي اتحاديې د احصاييو ادارې يورو سټیټ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اتحاديې په غړو هيوادونو کي د مخکني کال په پرتله د پناه غوښتني زياتي ثبت شوې وې دا په داسې حال کې ده چې له دې څه یوه کال وړاندې د کرونا اوبا له امله د پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی راغلی و.
په آلمان کي د بشري حقونو د انسټيټيوټ په وينا دغه هيواد ته راغلي زيات شمير مهاجر ماشومان د زېږېدنې اسناد نه لري چې د یاد سازمان په وینا دوې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخي وي. د دغو ماشومانو کره شمیر معلوم نه دی.