آلمان تر پلان کم شمير مهاجرې کورنۍ سره يوځای کړي
په آلمان کي د پلان څخه د کم شمير مهاجرو کورنيو د هغوی سره په دغه هيواد کي يوځای سوي دي. دا معلومات د آلمان حکومت ورکړي دي.
په آلمان کي د پلان څخه د کم شمير مهاجرو کورنيو د هغوی سره په دغه هيواد کي يوځای سوي دي. دا معلومات د آلمان حکومت ورکړي دي.
د فرانس پرس خبري آژنس د خبر له مخې آلماني چارواکو سره اوسمهال نژدې ۱۶۰۰ داسي مهاجر د لادرکه سوو کسانو په توګه ثبت دي چي عمرونه يې تر ۱۸ کالو کم دي.
د يو راپور له مخي آلمان د څو پر له پسې کلونو راهیسې له خپلې ژمنې خلاف هغه مهاجر کم منلي چې د کښتیو له لارې يي ځانونه رسولي.
افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله زیات شمېر افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د دغو کډوالو له ډلې ځینې یې دې ته اړ شوي چې ایران او پاکستان کې د ژوند د سختو شرایطو له کبله اروپایي هیوادونو ته د راتګ لپاره هڅه وکړي. افغان مهاجر حبیب چې په ایران کې لوی شوی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
د کورونا ویروس وبا او د آلمان د مهاجرتي سیاست د سختوالي له کبله په ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.
په آلمان کي په يو شمير مسلکونو کي کارګرو ته سخته اړتيا سته. آلمان د دغې تشي د ډکولو او بهرني مسلکيانو د راجذبولو له پاره نوی قانون جوړ کړ. خو کرونا پاندمي د آلمان د هيلو د پوره کېدو په لاره کي خنډ ګرځېدلې ده.
د څېړونکو او فعالانو یوه ډله چې د اروپایي پارلمان د ګېڼ اړخې ډلې تر حمایت لاندې فعالیت کوي د مهاجرو د غیرقانوني نیول کېدو په اړه یو راپور خپور کړی دی. دوی وایي چې اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه ایټالیا، یونان، اسپانیا او جرمني کې د مهاجرو نیول کېدل غیرقانوني او مبهم دي.
د آلمان د تيورينګن په ايالت کي د «سختو مواردو کميسيون» په نوم شورا کولای سي چي په راتلونکي کي هم د بشري دلايلو پر اساس د رد سوو مهاجرو د نه اخراج سپارښتنه وکړي.
افغان چارواکي وايي چې آلمان د ردشوو افغان مهاجرو يوه ديرش کسيزه ډله افغانستان ته اخراج کړه. د دغو مهاجرو لیږدونکې الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۷مه سهار وختي په کابل کې ناسته وکړه.
افغان چارواکي وايي يو شمير اروپايي هيوادونو چې د کرونا وبا له امله افغانستان ته يې د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پروازونه ځنډولي ول، اوس يي له سره پيل کړي. دغه څرګندونې افغان چارواکو کړې او په دې برخه کې يې د آلمان، اتريش او سويډن په ګډون د څو هیوادونو نومونه اخیستلي دي.
تمه کېږي چې د جنورۍ میاشتې له پیله جرمني هغه سوریایي مهاجر بېرته سوریې ته اخراج کړي چې د سخت دریځه فعالیتونو شک پرې کېږي. په ورته مهال د المان د کیڼ ارخو ګوندونو او سازمانونو پر دغه تصمیم نیوکه کړې ده. خو په عمل کې د دغې پرېکړې عملي کول مشکل ښکاري.
د دسمبر مياشتي لومړۍ نېټه په نړيواله توګه د اېډز په تړاو د پوهاوي زياتولو په مقصد د ځانګړي ورځي به توګه لمانځل کيږي. ايډز د مهاجرت او مهاجرو د موضوع له پاره هم يو مهم او د پام وړ اړخ دی.