له اتریش او بلغاریا څخه یوه ډله اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل
افغان چارواکي وايي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار ۱۰ بجې له اتریش او بلغاریا څخه ۱۱ تنه افغانان په یو چارټر الوتکه کې د کابل هیوايي ډګر ته ورسیدل.
افغان چارواکي وايي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار ۱۰ بجې له اتریش او بلغاریا څخه ۱۱ تنه افغانان په یو چارټر الوتکه کې د کابل هیوايي ډګر ته ورسیدل.
افغان چارواکي وايي يو شمير اروپايي هيوادونو چې د کرونا وبا له امله افغانستان ته يې د ردشوو افغان مهاجرو اخراجي پروازونه ځنډولي ول، اوس يي له سره پيل کړي. دغه څرګندونې افغان چارواکو کړې او په دې برخه کې يې د آلمان، اتريش او سويډن په ګډون د څو هیوادونو نومونه اخیستلي دي.
په دوشنبې د اُتريش په پلازمېنه ويانا کي د ترهګر بريد وروسته د مهاجرت د پاليسۍ په تړاو بحثونه تاوده سوي دي. د آلمان د ښې اړخي AfD ګوند په شمول يو شمير اروپايان د مهاجرت د لارو د تړلو غوښتنه کوي.
د اتريش هيواد د اروپايي اتحاديې د کميسيون له خوا د مهاجرت او پناه غوښتني د موضوع په تړاو وړاندي مسودې څخه ملاتړ اعلان کړ.
اتریشي چارواکي وایي چې په یوه یخچالي لارۍ کې یې نږدې ۴۰ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د سوریې، عراق او ترکیې اصلي اوسېدونکي دي. پولیسو زیاته کړې چې ۵۱ کلن لاري چلوونکی هم نیولی دی.
اتريش د کرونا ویرس په بحران کي د کډوالۍ په هکله لا سخت دريځ پر مخ بيايي. دغه هيواد حتی د ښه مدغم سوو پناه غوښتونکو د شړلو پاليسي ټينګه نيولې.
د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره نوی اقدامات نیول شوي دي. د آلمان پولیسو د دوشنبي په سهار له ۵ هیوادونو سره په ګډه پولې بندیز پیل کړی. په ځانګړي توګه فرانسه چې د کرونا ویروس د ناروغۍ پروړاندي پراخه مبارزه کوی.
د ۲۰۱۹ په سپتمبر کي د اتریش د بیا ټاکل شوي مشر، ځوان چانسلر زباستیان کورتس د سه شنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه. خو نوموړي د اتریش د شین ګوند سره د ائتلافي حکومت د جوړولو سربېره د دغه هیواد د کډوالۍ پالیسي نه بدلوي.
د اُتريش د تر ټولو عالي محکمې د فيصلې له مخي د هغو بهرنيانو سره مرستي به نوري نه کمول کيږي چي د آلماني ژبي په زدکړه کي پاته راغلي وي.
د پنجشنبې په ورځ د هنګري یوه محکمه څلور قاچاق وړونکي د ۷۱ کډوالو په مرګ کې د لاس لرلو له کبله په عمري بند محکوم کړل.
د يوې څېړني پايلي ښيي چي په اتريش کي هغه قاضيان چي زياتره وخت د مهاجر نارينه ؤ دوسيې څېړي، د ښځينه مهاجرو په وړاندي نسبتا معتدل وي.
فرانسه کې د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې ښې اړخې افراطي ګوند تر نورې ډېرې رایې خپلې کړې دي. یاد ګوند د کډوالو په اړه د فرانسې له اوسني سیاست سره مخالف دی او غواړي چې په فرانسه کې د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي.