کورونا ویروس: په سلګونو تاجېک او ازبېک کډوال مسکو کې بند پاتې دي
د رپوټونو په حواله د روسیې پلازمېنه مسکو کې په سلګونو تاجېک او ازبېک کارګر د کورونا ویروس پر وړاندې د نیول شویو تدابیر له امله ایسار پاتي دي. له تېرې اونۍ راهیسې له مسکو څخه تاجېکستان او ازبېکستان ته زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.