د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه د متخصصینو تیښته
په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو سره یو شمیر باظرفیته او متخصص افغانان په جګړه کې د طالبانو د پرمختګ له ویرې خپل ملک پریښودو ته اړ شوي دي. وال سټریټ ژورنال ورځپانې په خپل یوه تازه راپور کې له یو شمیر هغو متخصصو ځوانانو سره خبرې کړي چې د ناامنیو له امله يي خپل هیواد پریښۍ او نورو هیوادونو ته يي پناه وړې.