پاریس کې د بې سرپناه کډوالو کورنیو حال ( انځوریز رپورټ)
هره شپه لسګونه کډوالې کورنۍ د ژمي په غه سړه هوا کې د پاریس شمال شرقي څنډې ته راټولیږي تر څو ځان ته د یوې شپې لپاره د خوب ځای پیداکړي. خیریه ټولنې هڅه کوي چې دوې ته د یوې شپې لپاره موقته سرپناه و مومي. مهاجر نیوز دغې سیمې ته ورغلی او له یو شمیر کورنیو سره يي خبرې کړي.