فرانسه: تېر کال ۹۴۳۹ افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه
د فرانسې د بهرنیانیو عمومي ادارې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې تېر کال په فرانسه کې ۱۲۲۷۴۳ کسانو د پناه غوښتنه کړې. دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د فرانسې د بهرنیانیو عمومي ادارې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې تېر کال په فرانسه کې ۱۲۲۷۴۳ کسانو د پناه غوښتنه کړې. دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
له څو میاشتو راهیسې له ۲۰ زیات کډوال د فرانسې په بیزانسون ښار کې په یو موقتي کمپ کې اوسېږي. ځایي سازمانونه وایي، یاد کمپ کې کورنۍ او کم سن لرونکي کډوال هم شته.
لندن کې یوه محکمه د جمعې په ورځ (د اګست ۲۱مه نېټه) اووه قاچاق وړونکي په ۶ تر ۹ کاله حبس محکوم کړل. یاد قاچاق وړونکي په اصل کې بریتانوي او آلبانیوي دي. له دوی سره د قاچاقي سفرو لګښت ۷۰۰۰ یورو و.
هغه مهاجر چې د مديترانې له لارې غواړي اروپا ته راشي کيدای شي په راتلونکې کې له اروپا څخه و دباندي مهاجر کمپونو ته ولېږدول شي. دغه ډول يو وړانديز د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان کړی دی.