د تونس او الجزاير پر پوله د ۹ مهاجرو مړي موندل شوي دي
د تونس او الجزاير پر پوله د افريقايي صحرا سره تړاو لرونکو ۹ مهاجرو جسدونه موندل شوي دي. هغوی د تونس له لارې اروپا ته د مهاجرت هڅه کوله.
د تونس او الجزاير پر پوله د افريقايي صحرا سره تړاو لرونکو ۹ مهاجرو جسدونه موندل شوي دي. هغوی د تونس له لارې اروپا ته د مهاجرت هڅه کوله.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د نايجر هيواد په سرحدي سيمه اساماکا کې په زرونو مهاجر په رېګستان کې بند پاته دي.
د هسپانيې د سويلي ولايت المېرا په ساحل کي د مهاجرو ۷ مړي موندل سوي دي. ويل سوي چي جسدونه د الجزاير هيواد سره تړاو لري.
یونان کې د ۱۲«امنو هیوادونو» د لېست تر جوړېدو وروسته د بشري حقونو مدافع بنسټونه دغه هیواد کې د د پناه غوښتنې پروسې د سختېدو په اړه اندېښنې ښيي. د دغو بنسټونو په حواله د یونان نوی لېست د ځینو مهاجرو او په ځانګړې توګه د همجنس پالو ژوند له ګواښ سره مخوي. مرکه.
امين و آلمان ته د رسېدو يو کال وروسته يو آلمانۍ مېرمنه وپېژندله او په وينا يې «بې سرحد» باندي مين سو. له دې مخکي چي امين له خپلې آلمانۍ ميني سره واده وکړي هغه اخراج کړل سو. هغوی د بېرته يوځای کېدو له پاره هلو ځلو ته ادامه ورکوي:
د روان کال له جولای میاشتې راهیسې ایټالیا ته د تلونکو کډوالو د نیولو له پاره سلوانیایي سرتېرې له ایټالوي عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. کډوال نیوز د سلوانیا په کوپر ښار کې له سرتېرو سره لیدلي دي.
ایټالیا وایي چې د ۱۳ هیوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې موده به له ۲ کالو څخه ۴ میاشتو ته راټیټه شي. مراکش، الجزایر، تونس، ګانا او سنېګال د دغو «امنو» هیوادونو په ډله کې دي. په همدې حال کې سازمانونه وایي چې دغه فرمان به پر همجنس بازو کډوالو منفي اغېز ولري.
د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ د پنجشنبې په ماښام (د سپټمبر ۱۹مه) ۳۶ نور کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. یاد کډوال په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره وو.
د یکشنبې په شپه (د سپټمبر ۱مه) د کورسیکا لینا کمپنۍ یوه مسافر وړونکې بېړۍ له مدیترانې څخه ۱۸ کډوال وژغورل. دا لومړی ځل دی چې دغه فرانسوۍ کښتۍ مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ وویل د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د دوشنبې په شپه ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.