ملګري ملتونه: په لومړي ځل د مهاجرو شمير تر ۱۰۰ مليونو زیات سوی دی
د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ ويلي دي چي په لومړي ځل په نړيواله کچه د هغو انسانانو شمير تر ۱۰۰ ملیونو اوښتی دی چي له خپل کور څخه مهاجر دي.
د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ ويلي دي چي په لومړي ځل په نړيواله کچه د هغو انسانانو شمير تر ۱۰۰ ملیونو اوښتی دی چي له خپل کور څخه مهاجر دي.
د مرستندويه سازمانونو د فدرالي اتحاديې رئيس د پناه غوښتني په ترڅ کي د اروپايي سياست د لا سخاوتمندانه کولو ږغ کړی دی.
په اوکراين کي د روان بحران له کبله لا زيات انسانان له دغه هيواد څخه د اروپا پر لور مهاجر سوي دي. زياتو يې د محافظت غوښتنه کړېده.
په آلمان کي د کار او روزګار وزير پر آلمانيانو ږغ کړی دی چي په دوامداره توګه د مهاجرو سره ملاتړ ته دوام ورکړي. د رسمي شمېرو له مخي ۳۴۰ زره اوکراينيان آلمان ته راغلي دي.
اروپايي کميسيون هغه وړانديزونه رد کړل، چي پکښي غوښتل شوي ول چي اوکرايني مهاجر دي د الزامي سهميې پر اساس د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو وويشل شي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون ويلي چي غواړي د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد څخه مهاجر سوي اوکراينيانو ته د روزګار، زدکړي او د سرپناه لپاره ځانګړی پلان جوړ کړي.
په اروپايي اتحاديې کي پر دې توافق موجود دی چي له اوکراين څخه بايد مهاجر ومنل سي. خو د مهاجرو د ويش په تړاو په عمل کي دغه توافق نه تر سترګو کيږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې پر پوځیانو تور پورې کړی چې په ماریوپل محاصره شوي ښار کې هغه اوکراینیان نیسي چې غواړي دغه ښار ترک کړي. په دغه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره وګړي بند پاتې دي.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې پرون دوشنبه وویل په داسې حال کې چې اکراینیان د جګړې له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي، د اکرایني ماشومانو د قاچاق په اړه اندېښمنه ده.
د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ وويل چي له اوکراين او نورو سيمو څخه دغه هيواد ته پناه راوړونکو د محافظت کولو هڅي به لا ګړندۍ کړي.
د آلمان د پروتستانت کليسا يو لوړ پوړي چارواکي د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د اوکراين له جګړيزه مکلفيت څخه تښتېدونکو عسکرو ته دي پناه ورکړي.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مؤسسې عالي کمیسارۍ په اقتصادي توګه په پرمختللو هيوادونو ږغ کړی دی چي د دين او قوميت پرته د مهاجرو سره د مساواتو چلن وکړي.