اروپایي شورا د اروپا له پولو د کډوالو پر شا تمبولو نیوکه کړې
اروپایي شورا پرون پنجشنبه د یوه راپور په خپرولو سره د اروپایي ټولنې له پولو څخه په «پراخه کچه» د کډوالو پر شړلو نیوکه وکړه. د یادې شورا په حواله کډوال «په سیستماتیکه او تاوتریخجنه توګه» له اروپایي پولو څخه په شا تمبول کېږي. دغه شورا له اروپایي هیوادونو څخه غواړي چې د کډوالو شړلو ته د پای تکی کېږدي.