لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړینه: بریتانیا کې ۴ کسان په بند محکوم شول
د برتانیا یوې محکمې تېره جمعه څلور کسان لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو د مړینې په تړاو په بند محکوم کړل. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې لنډن ته څېرمه یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي موندل شوي وو. دوه تورن کسان په ۲۰ او ۲۷ کلونو بند محکوم شوي دي.