برېتانیا: نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو رونډا ته د استول کېدو پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب کړی
د بي بي سي د یو خبر له مخې د برېتانیا په یوه توقیف ځای کې نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو روانډا ته د استول کېدو د خبر له ترلاسه کولو وروسته د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
د بي بي سي د یو خبر له مخې د برېتانیا په یوه توقیف ځای کې نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو روانډا ته د استول کېدو د خبر له ترلاسه کولو وروسته د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتنې شمیر ۵۵۱۴۶ ته لوړ شوی چې له دې سره په تیرو دوو لسیزو کې د پناه غوښتنې شمیر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی. د بخښنې نړیوال سازمان حکومت په دې اړه په ناکامۍ تورنوي او وايي چې د پناه غوښتونکو دوسیو ته يي په وخت سره رسیدنه نه ده کړې. د یاد وزارت په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې فرانسې څخه بریتانیا ته د کښتیو له لارې د رسیدلو کډوالو لویه برخه افغانان دي.
د فرانسې ختیځ ګراند سینت ته نږدې د چهارشنبې په سهار پولیسو د کډوالو د هغه ستر کمپ د ړنګولو عملیات پیل کړل چې د یکشنبې ورځې راهیسې په کې د کډوالو ترمنځ د نښتو له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي و. شاوخوا ۵۰۰ کډوال په دغه کمپ کې بریتانیا ته د تګ لپاره انتظار و.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت منلي چې یو شمیر هغه پناه غوښتونکي يي نیولي چې رونډا ته يي د استولو په اړه پریکړه شوې.چارواکي ویلي چې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې رسیدلي دغه خلک اوس په توقیف مرکزونو کې ساتل کیږي. نیول شویو کسانو کې یو افغان هم شامل دی.
مطفی افغان، زبیر ارسلان ایراني او جهاد محمد وصفی عراقي کرد هغه درې تنه کډوال دي چې د فرانسې له شمالي ساحل څخه يي د ۲۰۲۱ کال په مني کې په وړو کښتیو کې له سختو کړاوونو وروسته ځانونه بریتانیا ته رسولي. له مرګ څخه ژغورل شوي دغه کډوال چې اوس په لندن کې اوسیږي له کډوال نیوز سره د خپل سفر په اړه خبرې کړي.
د بریتانیا حکومت پریکړه کړې چې هیواد ته يي په ناقانونه ډول رسیدلي پناه غوښتونکي به رونډا هیواد ته واستوي. د حکومت له دغه خبردارۍ سربیره په تیرو څو ورځو کې سلګونه پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول بریتانیا ته رسیدلي دي.
د بریتانیا د «ریدینګ کرون» محکمې په یوه تازه حکم کې د انساني قاچاقچیانو هغه پنځه کسیزې ډلې ته د ۲۴ کاله او دوو میاشتو بند سزا اورل شوې چې دوه کاله وړاندې يي ۳۵ افغانان د موټر ترشا په« تابوت ډوله» بکسونو کې بریتانیا ته قاچاق کول.
په پاریس او لندن ښارونو کې سلګونه افغانانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د پاکستان له خاورې پر افغانستان د هوايي بریدونو پر وړاندې سړکونو ته راوتي و او د ایران او پاکستان په پر ضد يي د شعارونو په ورکولو سره د عدالت غوښتنه کوله.
د افغانو نجونو یوې لوبډلې چې د طالبانو له ویرې يي د نومبر په میاشت کې بریتانیا ته پناه وړې، په یوه دوستانه لوبه کې د دغه هیواد د پارلماني ټیم ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.