کليسايي کميسيون: د پناه غوښتنې د نظام تمرکز بايد پر انساني کرامت وي
د اُسقفانو کميسيون (COMECE) پر اروپايي اتحاديې غږ کړی دی چي د پناه غوښتنې په تړاو د دغې اتحاديې د کمیسيون پر وړانديز سوي بستې د بحث پر وخت پر انساني کرامت تمرکز وکړي.
د اُسقفانو کميسيون (COMECE) پر اروپايي اتحاديې غږ کړی دی چي د پناه غوښتنې په تړاو د دغې اتحاديې د کمیسيون پر وړانديز سوي بستې د بحث پر وخت پر انساني کرامت تمرکز وکړي.
ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د بروکسل په سوېلي مون سیمه کې د یوه بلجیمي سرتېري محاکمه پیل شي. نوموړی په دې تورن دی چې په ۲۰۱۸ کې یې د مودا په نامه ۲ کلنه کردۍ ماشومه په غیرعمدي توګه وژلې ده.
په اروپا کي د کرونا پاندمي له کبله زیاتو هيوادونو پر سفر هم محدوديتونه لګولي دي. اټکل کيږي چي له دې کبله هم په اروپا کي د پناه غوښتني کمي سوي دي.
د اروپايي کميسيون له خوا تېره اونۍ د مهاجرت د سياست او پاليسيو په تړاو د يو نوي تړون مسوده معرفي کړل سوه. دغه مسوده هم ستايل سوې او هم ورباندي نيوکي کيږي.
د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د بهرنیانو ادارې د تړل کېدو له امله بلجیم کې مهاجر ډېر زیانمن شوي دي. بلجیمي چارواکو د روان کال په پیل کې وویل چې د هرکلي په مرکزونو کې د مهاجرو د منلو شرایط نور سختوي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ د مهاجرت په تړاو د يو نوي تړون مسوده معرفي کړه. په هکله يې نور جزيات د سوال او جواب په بڼه دلته لوستلای سئ:
د هغه وروسته چي د موريا په کمپ کي لوی اور د مهاجرو سرپناوي وسوځلې، اوس اروپايي اتحاديه غواړي په اړونده ټاپو کي د يونان سره په ګډه کار وکړي.
د يونان په موريا مهاجر کمپ کي د اورلګېدنې وروسته په زرونو مهاجر بې سرپناه سول. د نورو اروپايي هيوادونو تر څنګ او بلجيم هم غواړي له دغه کمپه مهاجر ومني
د دوبلین د هوکړې له مخې دا څرګنده شوې چې د يو کس د پناه غوښتنې د پروسې مسؤليت کوم اروپايي هيواد لري. خو ایا د ويزه لرونکي پناه غوښتونکي له پاره هم کوم اصل شته؟ د دغې پوښتنې ځواب په دغه لیکنه کې موندلای شئ.
د کورونا ویروس د دویمې څپې د راتلو وېرې ځینې اروپایي هیوادونه دې ته اړ کړي چې په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري کړي. کډوال نیوز د دغو هیوادونو په اړه معلومات ورکوي.
بلجیمي چارواکو پرون یکشنبه وویل هغه ۱۵ مهاجر یې ژغورلي چې غوښتل یې د شمالي سمندر له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. دغه کډوال چې د تېرې جمعې په شپه له دنکرک څخه خپل سفر پیل کړی و په داسې یوه بېړۍ کې سپاره ول چې د ۷ کسانو د ناستې ظرفیت یې درلود.
د بلجیم فډرال محکمې ویلي چې پرون پنجشنبه بلجیم او برتانیا کې ۱۲ کسان د انساني قاچاقو په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې دغو کسانو بادبان لرونکو کښتیو کې مهاجر له هالنډ څخه برتانیا ته انتقالول