بلغاریا: پولیسو بس موټر کې ۲۵ افغانان موندلي دي
د بلغاریا چارواکي وایي چې د دغه هېواد سیمیونوګراد سیمه کې یې په یو بس موټر کې ۲۵ افغان کډوال موندلي دي. دغه کډوال له ترکیې څخه بلغاریا ته دننه شوي وو.
د بلغاریا چارواکي وایي چې د دغه هېواد سیمیونوګراد سیمه کې یې په یو بس موټر کې ۲۵ افغان کډوال موندلي دي. دغه کډوال له ترکیې څخه بلغاریا ته دننه شوي وو.
د بلغاریا رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو ۳۴ ناقانونه کډوال له دوه کامیون موټر څخه چې فرانسې او جرمني ته يي سوداګریزي توکي لیږدولې، موندلي دي. دغه کډوال د موټرو د ننه په لرګي او نورو سوداګریزو توکو کې ځانونه پټ کړي وو.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزرات تازه شمیرې ښيي چې په د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې، ۱۲۷۸ کډوال چې ډیری يي په بلغاریا کې په ناقانونه ډول میشت ول، نیول شوي دي. د اوکراین یو اوسیدونکی د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوی.
د دې لپاره چې د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو باندې د غېر اصولي مهاجرت مخه ونيوله شي، دوې ازمایښتي پروژو خپل کار پېل کړی دی.
د بلغاریا دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د یوې اوه میاشتنۍ مینداوره ښځې او یو پوځي سړي په ګډون هغه درې تنه بلغاریایان يي نیولي چې کډوال يي په ناقانونه ډول لیږدول.