شمالي مقدونیه: ۲۱۱ مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي
د شمالي مقدونیې پولیس وایي له یونان سره پر پوله یې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د بنګله دېش او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي له یونان سره پر پوله یې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د بنګله دېش او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
د ناروې د کډوالو شورا کلنی رپوټ ښيي چې تېر کال د نړۍ په ۶۱ هیوادونو کې ۴۵،۷ میلیونه کسان د جګړو له کبله او ۵،۱ میلیونه نور د افاتو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لومړي ځل لپاره یوتن افغان کډوال چې د رومانیا پلازمینې بخارست د کډوالو په یو کمپ کې میشت دی کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي. نوموړي چې د افغانستان په ختیځ کې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کوله د امنیتي ستونزو له امله هیواد پريښودو ته اړشوی.
د انساني قاچاقچیانو د یوې شبکې اوه کسیزه ډله د فرانسې د لیون ښار محکمې له لوري بیلابیلو اروپايي هیوادو ته د زرګونه پاکستاني، هندي او بنګله دیشي اتباعو په لیږدولو تورنه و پیژندل شوه.
د اس او اس مدیترانې سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې د سیسیل په پوزالو بندر کې یې د ژغورل شویو ۳۹ کډوالو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړې. یاد کسان تېره جمعه د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي وو.
د الان کردي په نامه ژغورونکې کښتۍ د پنجشنبې په ماسپښین د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۸۴ کسان ژغورلي دي. دغه راز د اوشېن وایکنګ ژغورونکې کښتۍ د پنجشنبې په شپه ۶۰ کډوال ژغورلي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د پنجشنبې په ورځ یې ۴۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. یاد کسان له هغې وروسته وموندل شول چې لارۍ چلوونکي غوښتل د پولیسو له یوې پوستې ډډه وکړي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دوشنبې په ورځ یې له صربیا سره پر خپله پوله ۸۱ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. یاد کسان له هغې وروسته ونیول شول چې لارۍ چلوونکی د تلاشۍ له پاره پوستې ته د موټر له درېدو ډډه وکړه او له سیمې وتښتېد.
د شمالي مقدونیې پولیسو وایي چې په یوه سپورټي موټر کې یې ۲۲ پاکستاني او بنګله دېشي کډوال موندلي دي. پولیسو زیاتوي چې موټر چلوونکی یې هم نیولی دی.
د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ وویل د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د دوشنبې په شپه ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.
د جرمني سازمان سي ای کښتۍ ایلان کردي له خوا ژغورل شوي ۴۴ کډوال د سه شنبې په ورځ مالتا هیواد ته ورسېدل. تر دې مخکې مالتا د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی و.
د اروپا د بهرنیو پولو د ساتنې اداره یا فرونتکس د شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه د کډوالو یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې لیدل کېږي چې مدیترانه کې ۸۰ کډوال له یوې کب نیوونکې کښتۍ څخه تر وتلو وروسته په یوه کوچنۍ بېړۍ سپرېږي.