افغان کډوال په بوسنیا کې: «دا ټولې سختۍ مې د دې لپاره منلې دي چې ښه راتلونکی ولرم»
د بوسنیا په بیهاچ ښار کې لسګونه افغان کډوال په کنډوالو کې شپه سبا کوي. نسیم یو له دغو مهاجرو دی چې د بیهاچ ښار په یوه ویجاړه ودانۍ کې اوسېږي. هغه چې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.