ملګري ملتونه: ختيځه مديترانه کې لا زيات مهاجر مړه او لادرکه شوي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا عالي کميسارۍ په وينا تېر کال د نورو کالونو په پرته په ختيځ مديترانه کې زیات مهاجر ډوب او لادرکه شوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا عالي کميسارۍ په وينا تېر کال د نورو کالونو په پرته په ختيځ مديترانه کې زیات مهاجر ډوب او لادرکه شوي.
د ترکیې د کډوالو چارو اداره وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې تر ۲۲۰۰ «غیرقانوني» کډوال نیولي دي او تر ۲۲۰۰ تنه نور یې له ترکیې څخه ایستلي دي. ډېری دغه کډوال د افغانستان اتباع دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د رامفورم هایپریون شرکت یوې کښتۍ د تېرې یکشنبې په ورځ د مالتا او یونان ترمنځ اوبو کې هغه ۸۹ افغان کډوال ژغورلي دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سمندر کې بند پاتې وو.
د يونان سمندري ځواکونه د سه شنبې په ماښام، څلور شکمن انساني قاچاق وړونکي نيولي چې مهاجر يي په کښتیو کې له ترکیې څخه یونان ته لیږدول.
د ترکي سمندر ساتونکو ویلي چې ۸۱ مهاجر يې په آژه سمندر کې ژغورلي دي چې په بېړني حالت کې راغلي وو. زياته شوې چې دغو مهاجرو هڅه کوله چې د ربړي کښتيو په مرسته د آژه سمندر له لاري و يونان ته ځان ورسوي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې يي نږدې ۱۲۰ زره ناقانونه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استولي چې دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډیر شمیر بلل شوی.
یوناني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ساحلي ساتونکو د لیسبوس ټاپو په جنوبي ساحل کې د یو ماشوم مړی په « ډیرخراب شوی» حالت کې موندلی. دغه سیمه له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي.
د ترکیې سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ په بیلابیلو پیښو کې ۱۸۰ ناقانونه کډوال چې د یونان سمندري ځواکونو لخوا بیرته په شما ټمبول شوي و، له سمندر څخه ژغورلي دي.
د آلمان د اې آر ډي او نورو رسنيو په راپورونو کي ويل شوي دي چي احتمالا د بلغاريې چارواکو له خوا پر يو مهاجر ډزي شوي دي.
۲۵ کلن افغان ځوان شفیق ستانکزی چې اروپا ته پر لار د ترکیې پولیسو د ناوړه چلند له امله يي خپل ژوند له لاسره ورکړی و په ټولنیزو شبکو کې يي د افغانانو غصه راپارولې.
د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ په یو تازه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې ترکیه په منظمه توګه افغان کډوال د ایران پر لوړ شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي. په راپور کې راغلي دي چې ترکیه کې افغان کډوالو ته چانس نه ورکول کېږي چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي.
د یونان پولیس وایي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې یو ترکی تبعه د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه بهرنیان هم موندل شوي دي.