امریکا پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ۴۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی
په اسلام آباد کې د امریکا سفارت پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ۴۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د دغو مرستو یوه برخه کوربه ټولنې ته ځانګړې شوې ده چې د افغان کډوالو هرکلی کوي.