د پاریس په شمالي سیمه کې د کورنیو او ماشومانو یو نوی کمپ
له سه شنبې شپې راهیسې د پاریس په ۱۹مه ناحیه پورت دوبرویلیه سیمه کې د کډوالو یو نوی کمپ جوړ شوی دی. دغه کمپ کې شاوخوا پنځوس خیمې درول شوې چې کورنۍ او ماشومان په کې اوسېږي. یوتوپیا ۵۶ ټولنه چې د دې کمپ په جوړولو کې رول لري وایي هیله منه ده چې د فرانسې حکومت زیان منونکو کسانو ته د اوسېدو ځای برابر کړي.