بريتانيه غواړي د بشري حقونو له اروپايي محکمې څخه په جزوي توګه جلا سي
بريتانيې پلان درلود چي يو شمير مهاجر د الوتکي په مرسته و روانډا هيواد ته ولېږي. خو د اروپايي محکمې يو امر د دغه پرواز د لغوه کولو لامل سوی ؤ.
بريتانيې پلان درلود چي يو شمير مهاجر د الوتکي په مرسته و روانډا هيواد ته ولېږي. خو د اروپايي محکمې يو امر د دغه پرواز د لغوه کولو لامل سوی ؤ.
د بريتانيې حکومت د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې د يوې عاجلې فيصلې د اعلان وروسته دغه پرواز لغوه کړ. خو پر دې يې هم ټنګار کړی دی چي روانډا ته د مهاجرو د لېږد پاليسي به تعقيب کړي.
څه موده مخکې د برېتانیا حکومت له افریقایي هیواد روندا سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه کسان چې په ناقانونه طریقو ځانونه برېتانیا ته رسوي، دوی به له دغه هیواد څخه روندا ته استول کېږي. که څه هم تر دې دمه دغه تړون عملي شوی نه دی، خو کډوال یې په هکله بېلابېل نظرونه لري. کډوال نیوز د فرانسې له کالې ښار څخه راپور ورکوي.
د روندا او لندن د نوي تړون له مخې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي کډوال افریقایي هیواد روندا ته استول کېږي. د برېتانیا حکومت په پام کې لري چې د دغه تړون په لاسلیکولو سره د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته د کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.