د لندن عالي محکمې رونډا ته د پناه غوښتونکو استول قانوني و باله
د لندن عالي محکمې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې «رونډا ته د پناه غوښتونکو د لیږلو» پلان قانونی دی. د بریتانیا حکومت غواړي چې د دغه پلان له مخې په وړو کښتیو کې دغه هیواد ته د تلونکو کډوالو مخه و نیسي. د بشري حقونو ملاتړ ادارې دغه پریکړه د بریتانیا په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې.