سلوانیا: پولیسو تر ۱۰۰ ډېر مهاجر نیولي
د سلوانیا پولیسو نن دوشنبه وویل چې تر سلو ډېر غیرقانوني مهاجر یې نیولي دي. په تېرو څو وختونو کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله له سلوانیا څخه تېرېږي.
د سلوانیا پولیسو نن دوشنبه وویل چې تر سلو ډېر غیرقانوني مهاجر یې نیولي دي. په تېرو څو وختونو کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله له سلوانیا څخه تېرېږي.
د اګسي په نامه ایټالوی سازمان له ایټالیا څخه سلوانیا ته د مهاجرو «غیرقانوني» اخراج غندي او زیاتوي چې دا د اروپایي قوانینو ضد کار دی. په ورته مهال روم له سلوانیا سره د یوې موافقې پر بنسټ دا کار قانوني بولي.
د سلوانیا پولیس وایي چې له کروشیا سره پر پوله یې د دوو لاریو په تانکرونو کې ۲۲ مهاجر موندلي دي.
د سلوانیا چارواکو پرون سه شنبه وویل چې د ګرځبندیز په نرم کېدو سره د مهاجرو د احتمالي څپې د مخنیوي لپاره له کروشیا سره ګډې پولې ته نږدې ۱۰۰۰ نوي سرتېري استولي دي.
سلوانیا وایي چې د کډوالو د مخنیوي لپاره یې له کروېشیا سره پر ګډه پوله د خنډونو د جوړولو کار یې پیل کړی دی.
د سلوانیا پولیسو تېره ورځ وویل چې په یوه بار وړونکي اورګاډي کې یې ۳۰ مهاجر موندلي دي. دوی زیاته کړې چې واګون کې د اکسیجن د نشتوالي له کبله د دغو مهاجرو ژوند په خطر کې و.
تېره ورځ د سلوانیا ډموکرات ګوند مشر جانز جانسا د دغه هیواد د ولسمشر بورت پاهور له خوا د سلوانیا لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ښاغلی جانسا د مهاجرو ضد سیاست تعقیبوي.
هغه کډوال چې «دوبلیني» شوي وي او له فرانسې څخه باید یو بل اروپایي هیواد ته ولېږدول شي، په فرانسه کې پر دوبلین پروسیجر د بیاکتنې غوښتنه کولی شي. خو دا یوه پیچلې پروسه ده. کډوال نیوز د دوبلین پروسیجر په اړه له ځینو مدافع وکیلانو سره خبرې کړې دي.
د روان کال له جولای میاشتې راهیسې ایټالیا ته د تلونکو کډوالو د نیولو له پاره سلوانیایي سرتېرې له ایټالوي عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. کډوال نیوز د سلوانیا په کوپر ښار کې له سرتېرو سره لیدلي دي.
سلوانیا یو کوچنی هیواد دی چې پناه غوښتونکو ته د سرپنا ورکولو له پاره یوازې یو مرکز پکې جوړ شوی. د «ویچ» په نامه د پناه غوښتونکو مرکز په لیوبلیانا ښار کې موقعیت لري او نږدې ۲۰۰ کډوال پکې اوسېدلی شي. خو اروپا ته راتلونکي کډوال یوازې څو ورځې په دې مرکز کې پاتې کېږي.
له ۲۰۱۵ راهیسې سلوانیا ته له کروېشیا څخه د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي له پاره د دغه هیواد حکومت د خپلې سويلي پولې په اوږدو کې خنډونه جوړوي. خو د سلوانیا د ځینو کلیو اوسېدونکي وایي چې دغه خنډونه د کډوالو مخه نه شي نیولی او یوازې د دې هیواد انځور خرابوي.
د کروېشیا د ریجیکا سیمې چارواکي وایي، کروېشیایي سرتېرو تېره شنبه د کډوالو پر یوې ډلې ډزې کړې چې په پایله کې یې یو تن سخت ټپی شوی. داسې ګومان کېږي چې دغه کسان غوښتل ځانونه سلوانیا ته ورسوي.