سوريايي مهاجر ځان د آلمان مرکزي پارلمان ته کانديد کړ
۳۱ کلن سوريايي مهاجر چي په ۲۰۱۵ کال له سوريې څخه آلمان ته رامهاجر سوی ؤ، غواړي چي لومړی مهاجر وګرځي چي د آلمان د پارلمان غړی کيږي.
۳۱ کلن سوريايي مهاجر چي په ۲۰۱۵ کال له سوريې څخه آلمان ته رامهاجر سوی ؤ، غواړي چي لومړی مهاجر وګرځي چي د آلمان د پارلمان غړی کيږي.
د یونان پولیس وايي چې د شنبې په ورځ، د لرګیو او چړو سره یوه ډله برید کوونکي د دغه هیواد په شمال سالونیک ښار ته نږدې د کم عمره کډوالو پر یوه مرکز برید وکړ او د کمپ څلور اوسیدونکي يي ټپیان کړل. د پولیسو په وینا په دې اړه يي دوه تنه نیولي.
اټکل دا و چې روان ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ناقانونه کډوال د ترکیې د امنیتي چارواکو لخوا و نیول شي خو اوس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کرونا ویروس له امله دغه کچه د پام وړ راټیټه شوې او په دغه کال کې یوازې شاوخوا ۱۱۳ ناقانونه نیول شوي.
تمه کېږي چې د جنورۍ میاشتې له پیله جرمني هغه سوریایي مهاجر بېرته سوریې ته اخراج کړي چې د سخت دریځه فعالیتونو شک پرې کېږي. په ورته مهال د المان د کیڼ ارخو ګوندونو او سازمانونو پر دغه تصمیم نیوکه کړې ده. خو په عمل کې د دغې پرېکړې عملي کول مشکل ښکاري.
د روان کال په پیل کې نړئ کې نږدې ۷۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول. خو اوس د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د بې ځایه شویو شمېر له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی. جګړو او د کورونا ویروس وبا وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.
سربیره پر دې چې د ډوبلین ۳ مقرراتو په اړه ګڼې پوښتې او اندیښنې شته، ښايي پر ځای يي داسې یو سیستم رامنځ ته شي چې له دې هم بد تر وي. مهاجر نیوز یو شمیر اروپايي هیوادونو کې له ډوبلیني کډوالو سره مرکه کړې تر څو دا برسیره کړي چې ډوبلین د دوې پر ژوند څخه اغیز کړی.
په لوکزامبورګ کې اروپايي محکمې ويلي چي د اروپايي اتحاديې د قانون پر اساس په سوريه کي له الزامي عسکرۍ څخه تېښته د پناه غوښتني دليل منل کيدلای شي.
د بالکان سيمې هیوادونو له پولو د غیرقانوني مهاجرتونه د تيرکال راپدېخوا دوه برابره شوي دي. چارواکو ویلي چې پر دغې لار د مهاجرو په شمیر کې د ډيريدو دلیل د مديترانې له لارې د مهاجرتونو ډيريدل دي.
د سوریې ولسمشر بشارلاسد تیره چهارشنبه د نومبر په ۱۱ مه یو دوه ورځینۍ ورکشاپ پیل کړ. د غه هیواد ته د سوریايي کډوالو بیرته ستنول د کنفرانس موخه بلل شوې. دا په داسې حال کې ده چې لاهم په سوریه کې جګړه روانه ده.
سوريايي ځوان محمد تحسين بېک له پنځو کالو راهيسي په آلمان کي مهاجر دی. نوموړی په ۲۰۱۵ کال د هغه د پلار له خوا هڅول سوی ؤ چي آلمان ته هجرت وکړي. ايا هغه اوس آلمان کي خوښ دی؟
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري يه یوه تازه راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د جګړو او تاوتریخوالو له امله په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر ۷۹،۵ میلیونو ته پورته شوی چې د تیر کال په پرتله په دغه شمیر کې ۹ میلیونه ډیروالی راغلی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې د نورو هیوادونو د اتباعو په پرتله تر ټولو ډیر افغانان په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه ثبت کړې چې د ټولو پناه غوښتونکو له نیمايي ډیر يي افغانان دي.