د فرانسې نانت ښار په یو جمنازیم کې میشت ۱۶۰ کډوالو ته سرپناه برابره شوه
د فرانسې په لویدیځ نانت ښار کې، د دوشنبې په ورځ هغه ورزشي جمنازیم خالي شو چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې پکې شاوخوا ۱۶۰ بهرني وګړي ځای پر ځای شوي ول. دوې د سرپناه د برابرولو په موخه نورو ځایونو ته انتقال شوي.