د روغتيا نړيوال سازمان ـ زيات مهاجر له کافي روغتيايي مراقبت څخه بې برخي دي
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي په نړيواله توګه ګڼ شمير له خپل هيواد څخه دباندي کار کوونکي کارګر په کوربه هيوادونو کي په کافي اندازه طبي مراقبت نه ويني.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي په نړيواله توګه ګڼ شمير له خپل هيواد څخه دباندي کار کوونکي کارګر په کوربه هيوادونو کي په کافي اندازه طبي مراقبت نه ويني.
د بایسکل ځغلولو نړیوالې ټولنې د جون میاشتې په ۳مه اعلان وکړ چې سږ کال به د افغان نجونو د بایسکل چلولو لوبډله د سویس د بایسکل ځلوونکو سیالیو کې ګډون کوي. دا لومړی ځل دی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانې بایسکل چلوونکې د اروپا په کچه په سیالیو کې برخه اخلي.
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې اداره وایي چې د ۲۰۲۱ له نومبر میاشتې راهیسې اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی دی. په وینا یې په نومبر میاشت کې اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه افغانانو جوړوله.
د سویس د کډوالو اداره وایي سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۰۰ ډېر افغان مهاجر دغه هیواد ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سویسي چارواکو ویلي وو دوی د زیات شمېر افغانانو د منلو پلان نه لري.
په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو سره،له جرمني او هالنډ وروسته داځل سویس هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ و دروله. له دې وړاندې فنلنډ، سویډن او ناروي هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پروسه ځنډولې وه.
د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو دفتر د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې پر سياست سخت تنقيد کړی دی. ياد دفتر حتی د بشري حقونو د نقض خبره کړې ده.
د سویس حکومت تېره اونۍ وویل چمتو دی چې راتلونکو دوو کلونو کې تر ۱۶۰۰ مهاجر ومني. په وینا یې دغو مهاجرو کې د منځني ختیځ اوسېدونکي او هغه کسان شامل دي چې خپلو هیوادونو کې له ګواښ سره مخ دي. د مرکزي مدیترانې مهاجر به هم دغه ډله کې شامل وي.
۵۴ کلنه عاقله آصفي هغه افغان ښوونکې ده چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله ۱۹۹۲ کال وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته لاړه او هلته يي د پنجاب ایالت د افغان کډوالو په یو کیمپ کې چې ښوونځي ته د نجونو تګ یو ننګ بلل کیده په ډیرو لږو امکاناتو و توانیده چې زرګونه نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د ۲۰۱۹م کال د مې میاشتې له ۲۳ تر ۲۶مې نیټې پورې اروپایي هیوادونو کې د اروپایي ټولنې ټاکنې ترسره کېږي. له ۱۹۷۹ راهیسې د اروپایي پارلمان استازي د اروپایي هیوادونو د اتباعو له خوا ټاکل کېږي. کډوال نیوز تاسوته د اروپایي ټاکنو د څرنګوالي په اړه معلومات درکوي.
په عمومي توګه که يو بهرنی څو کاله پرله پسې په يو هيواد کي ژوند وکړي نو د تابعيت غوښتنه کولای سي. د اروپايي هيوادونو د تابعيت د شرايطو تشريح کولو په څلورمه او وروستۍ برخه کي د پورتګال، سويس او ناروې شرايط درته معرفي کوو.
د مهاجرو له پاره د م.م. عالي کميسارۍ UNHCR وايي چي په ۲۰۱۸ کال له مهاجرو څخه صرف ۵ سلنه يې د م.م. د بيا مېشتولو د پروګرام له لاري په لوېديځو هيوادونو کي مېشت کړل سوي دي.
سویس کې د یو نوي فرمان له مخې روغتونونه باید د بې سنده کډوالو په اړه چارواکو ته خبر ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې سویسي ډاکټران وایي، دغه فرمان د مسلکي اصولو خلاف دی او دوی باید د ټولو ناروغانو درملنه وکړي.