سازمانونه د لیتوانیا او بېلاروس پر پوله د لادرکه شویو کډوالو په اړه اندېښنه ښيي
د بشري حقونو مدافع بنسټونه د لیتوانیا او بېلاروس پر پوله د لادرکه شویو کډوالو په اړه اندېښنه ښيي. دوی وایي چې په دغه سیمه کې یو شمېر کډوال مړه شوي دي. دا هغه کسان دي چې هڅه یې کوله له بېلاروس څخه ځانونه د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.