شمالي مقدونیه: لس تنه د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوي
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې پرون پنجشنبه د اکټوبر ۱۵مه یې د مهاجرو په قاچاق ۱۰ تورن کسان نیولي دي. داسې ګومان کېږي چې دغو کسانو به له یونانه مهاجر نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالول.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې پرون پنجشنبه د اکټوبر ۱۵مه یې د مهاجرو په قاچاق ۱۰ تورن کسان نیولي دي. داسې ګومان کېږي چې دغو کسانو به له یونانه مهاجر نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالول.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې ۵ تنه یې له یونانه دغه هیواد او له شمالي مقدونیې له لارې صربیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.
پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په شمالي مقدونیه کې يي په یو عملیاتو کې ۸۰ کډوال موندلي او د لارۍ چلوونکی يي د کډوالو د قاچاق په تور نیولی.
د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې د دغه هیواد په مرکزي او شمالي برخو کې یې د دوو بېلابېلو عملیاتو په پایله کې ۱۴۸ کډوال په دوو لاریو کې موندلي دي. پولیسو زیاته کړې چې دوه کسان د مهاجرو د قاچاق په شک نیول شوي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دې هیواد په سوېل ختیځه سیمه کې یې یوه لارۍ کې ۹۴ مهاجر موندلي دي. دغو کسانو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې تېره جمعه د جولای میاشتې ۱۷مه یې دوو لاریو کې ټولټال ۵۵ کډوال نیولي دي. دغو کسانو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.
د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې د دې هیواد شتیپ ښار ته نږدې ترافیکي پېښه کې ۱۱ مهاجر سخت ټپیان شوي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي تېره سه شنبه له بلغاریا او یونان سره د دې هیواد په سوېلي پولو کې د یوې تېزرفتاره لارۍ په ټکر کې ۸ کسان ټپیان شوي دي. دغه لارۍ کې ۳۲ مهاجر سپاره ول.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي له یونان سره پر پوله یې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د بنګله دېش او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
د رپوټونو له مخې د شمالي مقدونیې پولیسو د دوشنبې په ورځ له یونان سره پر پوله په یوه لارۍ کې ۶۸ بنګله دېشي کډوال موندلي دي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې په یوه لارۍ کې یې ۵۶ کډوال موندلي او لاری چلوونکی یې د انساني قاچاقو له یوې شبکې سره د تړاو په تور نیولی دی.
د شمالي مقدونیې پولیسو تېره ورځ وویل چې د دغه هیواد ستیپ ښار ته نږدې یې په یوه لارۍ کې ۴۰ کډوال موندلي دي. پولیسو زیاته کړې چې لاری چلوونکی د انساني قاچاقو په تور نیول شوی دی.