د بوسنیا د کډوالو کمپ کې سلګونه کډوال په واورو کې بند پاتي
اسوشیتید پرس خبري آژانس لیکلي چې د بوسنیا په شمال کې د لیپا په نوم د کډوالو کمپ له سوزیدنې وروسته، په سیمه کې د درنې واورې وریدنې او د سړې هوا له امله سلګونه تنه سوزیدلو خیمو کې ګیر پاتې.
اسوشیتید پرس خبري آژانس لیکلي چې د بوسنیا په شمال کې د لیپا په نوم د کډوالو کمپ له سوزیدنې وروسته، په سیمه کې د درنې واورې وریدنې او د سړې هوا له امله سلګونه تنه سوزیدلو خیمو کې ګیر پاتې.
هنګري د پنجشبې په ورځ د اروپايي ټولنې محکمې له لوري په اروپا کې د پناه غوښتنې د قوانینو د سرغړونې له امله وغندل شو. دا دریم ځل دی چې د ویکتور اوربان حکومت د اروپايي محکمې لخوا تر نیوکو او ګواښونو لاندې راځي.
۲۷ کلن افسر خان چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسیدونکی دی، اووه میاشتې وړاندې په دې نیت خپل کور پریښود چې په اروپا کې به ښه ژوند ولري خو اوس په سربيا کې بند پاتې او په بد وضعیت کې خپل ژوند تیروي. مهاجر نیوز له نوموړي سره خبرې کړي.
اروپایي هیوادونو ته د رسېدونکو کسانو په ډله کې زیات شمېر کمسن مهاجر هم شته. ۱۶ کلن افغان کډوال منصور فرانسې ته د رسېدو لپاره له ډېرو سختیو سره مخ شوی دی. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی وایي.
افغان مهاجر اروپا ته د رسېدو لپاره له سختو ستونزو سره مخ کېږي. دغه سفرونه اوږده او له ګواښونو ډک وي. ۲۲ کلن محمد رامین* چې له درې کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې ۵ تنه یې له یونانه دغه هیواد او له شمالي مقدونیې له لارې صربیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور نیولي دي.
۱۹ کلن افغان مهاجر حمید ارمان په ۲۰۱۸ کې له افغانستانه وتلی او اوس د بوسنیا په سراییوو کمپ کې اوسېږي. نوموړی کډوال نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.
د رپوټونو په حواله صربستان له کروېشیا سره ګډې پولې ته سرتېري استولي دي. یاده سیمه کې په سلهاوو هغه مهاجر ایسار پاتې دي کوم چې غواړي ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي.
د کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر په زياتو اروپايي هيوادونو کي پر بهر وتلو بنديزونه يا محدوديتونه لګول سوي دي. پر پناه غوښتونکو يې اغېزه څه دی؟ په هکله د هغوی نظر ولولئ:
د نړۍ اکثرو هیوادونو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي. صربستان یو له هغو هیوادونو دی چې له څو اونیو راهیسې قرنطین شوی. افغان مهاجر محبت ځاځی چې د صربستان په اداشیفچي کمپ کې ژوند کوي د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.
صربستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد چارواکو پر هغو کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ راتګ بندیز لګولی کوم چې د صربستان په دولتي مرکزونو کې اوسېږي. دغه کسان یوازې د ځانګړي اجازه لیک په لرلو سره له مرکزونو څخه وتلی شي.
د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره نوی اقدامات نیول شوي دي. د آلمان پولیسو د دوشنبي په سهار له ۵ هیوادونو سره په ګډه پولې بندیز پیل کړی. په ځانګړي توګه فرانسه چې د کرونا ویروس د ناروغۍ پروړاندي پراخه مبارزه کوی.