یونان ته تلونکي ۳۳۰ کډوال ترکیه کې ونیول شول
د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو په حواله د دې هیواد سمندري ځواکونه د شنبې په ورځ (د اګست ۱۷مه) ۳۳۰ کډوال نیولي. دوی غوښتل چې له اژې سمندره په تېرېدو سره ځان د یونان لسبوس ټاپو ته ورسوي. نیول شوي کسان د افغانستان، سوریې او فلسطین دي.