فنلنډ کې د موریا کمپ په هکله د انځورونو نندارتون: «غواړم چې خلکو ته د بشري فاجعې په اړه خبرداری ورکړم»
ټاکل شوې ده چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه د فنلنډ په پلازمېنه هلسینکي کې افغان کډوال رضا ادیب د یونان د مهاجرو کمپ موریا په هکله د انځورونو نندارتون جوړ کړي. کډوال نیوز له ښاغلي ادیب سره مرکه کړې ده.