آلمان په لومړي ځل له قبرس څخه افغان او سوریايي مهاجر ومنل
آلمان د اروپايي پېوستون د پروګرام په ترڅ کي په لومړي ځل له قبرس څخه مهاجر ومنل. په دې ترڅ کي به ۴۸ کسانو ته په آلمان کي د پناه غوښتنې موقع ورکوله شي.
آلمان د اروپايي پېوستون د پروګرام په ترڅ کي په لومړي ځل له قبرس څخه مهاجر ومنل. په دې ترڅ کي به ۴۸ کسانو ته په آلمان کي د پناه غوښتنې موقع ورکوله شي.
د اروپايي اتحاديې د احصاييو ادارې يورو سټیټ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اتحاديې په غړو هيوادونو کي د مخکني کال په پرتله د پناه غوښتني زياتي ثبت شوې وې دا په داسې حال کې ده چې له دې څه یوه کال وړاندې د کرونا اوبا له امله د پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی راغلی و.
په قبرس کي په سلهاؤ کمسن مهاجر د زياتو ستونزو سره مخامخ دي. د دغه هيواد اړوند مامور په دې اړه اندېښنه څرګنده کړېده.
په قبرس کي پوليسو د تقريبا ۲۰۰ مهاجرو تر منځ د خپلمنځي اخ و ډب د مخنيوي په مقصد هوايي ډزي کړي دي.
د قبرس حکومت غواړي چي دغه هیواد ته د ډیر شمیر مهاجرو د ورتګ له امله د پناه غوښتنو د دوسيو ارزونه وځنډوي. دغه هیواد چارواکي ویلي چې په دې اړه به له اروپايي ټولنې څخه په رسمي ډول غوښتنه ترسره کړي.
د قبرس جمهوريت څو ځله د لبنان مهاجرو ته اجازه نه ده ورکړې چي خاورې ته يې داخل سي. په دې ځل بيا يوه کښتۍ بېرته لبنان ته لېږدول سوې.
لوکزامبورګ کي د يورو شتات ادارې ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي اتحاديې په ۲۷ غړو هيوادونو کي ۴۱۶۶۰۰ د پناه نوي غوښتني شوې وې. یاده اداره وايي چې د پناه غوښتنو دغه شمير د ۲۰۱۳ کال راهيسي تر ټولو ټيټه شميره ده چې لامل يي د کرونا ویروس بلل شوی دی.
قاچاقبران يو ځل بيا په دې بريالي شول چې له ترکيې څخه مهاجر قبرس ته چې د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی ورسوي. دا دريمه ډله مهاجر دي چې د تيرو څو ورځو په جريان کې قبرس ته رسيږي.
د قبرس خبري اژانس په حواله چارواکي د سه شنبې پر ورځ د دغه هیواد په اکاماس ټاپوزمه کې ۱۹ کډوال وژغورل.
اروپایي هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د درواغو معلومولو الې په کارلو سره اروپا ته د سفر کوونکو مسیرونه معلوم کړي. دغه پروژه چې iBorderCtrl نومېږي په امتحاني توګه په هنګري، یونان او لېتوانیا کې پیل شوې ده.
په مديترانه کې د مهاجرو د يوې کښتۍ د حادثې له کبله په لسهاؤ د کښتۍ سپرلي ډوب شوي دي. په دې تړاو د ۳۰ ډوبو شوو مهاجرو خبرونه ورکول شوي دي.