لاتویا هیواد کې یو افغان کډوال د سړې هوا له امله ساه ورکړې
یو افغان کډوال چې د بلاروس له پولې څخه د لاتویا اروپايي هیواد ته د ننه شوی و، د سړې هوا له امله خپل ژوند بایللی. چارواکي ویلي چې دغه افغان د سه شنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړې.
یو افغان کډوال چې د بلاروس له پولې څخه د لاتویا اروپايي هیواد ته د ننه شوی و، د سړې هوا له امله خپل ژوند بایللی. چارواکي ویلي چې دغه افغان د سه شنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړې.
د بخښنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لتویا کې له هغو پناه غوښتونکو سره پر ناسم او تاوتریخجن چلند نیوکه کړې ده چې له بېلاروس له پولې دغه هېواد ته اوښتي دي.
د اروپایي ټولنې کمېشنرې یلوا جوهانسون د تېرې جمعې په ورځ د لیتوانیا پلازمېنه ویلنیوس کې د کډوالۍ په هکله یوې غونډې ته وویل چې د کډوالو په شا تمبول غیرقانوني دي. نوموړې دا هم وویل چې اروپایي کمېسیون پر پولو د خنډونو جوړول نه تمویلوي.
په داسې حال کې چې زیات شمېر مهاجر له بېلاروس څخه پولنډ او لاتویا ته د اوښتو هڅه کوي، د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره چهارشنبه له پولنډ او لاتویا څخه وغوښتل چې له بېلاروس سره پر پوله بند پاتو مهاجرو سره مرسته وکړي.