مدیترانه کې د کډوالو ۲۵۰ کسیزه ډله ژغورل شوې
ایټالوي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د مالتا په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه ۲۵۰ کسیزه ډله ژغورلې ده چې له لبنان څخه یې خپل سفر پیل کړی و. یاد مهاجر له اوبو او خوړو پرته د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې وو.
ایټالوي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د مالتا په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه ۲۵۰ کسیزه ډله ژغورلې ده چې له لبنان څخه یې خپل سفر پیل کړی و. یاد مهاجر له اوبو او خوړو پرته د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې وو.
یوناني ځواکونو پرون سه شنبه وویل چې د دغه هېواد د کارپاتوس ټاپو په ساحلو اوبو کې یې پنځه تنه شکمن کسان اروپا ته د شاوخوا سلو کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. په وینا یې دوی هڅه کوله چې کډوال له لبنان څخه د سمندر له لارې ایټالیا ته انتقال کړي.
لبنان غواړي چي شاوخوا يو مليون نور سوريايان بیرته خپل هیواد ته واستوي ځکه چې د دغه هیواد په باور سوریه اوس د دوې لپاره یو خوندی ځای دی. سوریايي مهاجر او ملګري ملتونه بیا دغه هیواد خوندي نه بولي.
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چي په ۲۰۲۳ يعني راتلونکي عيسوي کال به دوه مليونه مهاجر له خپل هيواد څخه دباندي چيري مېشت کول وغواړي.
په لبنان هيواد کي اکثريت هغه ځوانان چي په تحصيل بوخت دي، غواړي چي له دغه هيواد څخه مهاجر سي.
د قبرس جمهوريت څو ځله د لبنان مهاجرو ته اجازه نه ده ورکړې چي خاورې ته يې داخل سي. په دې ځل بيا يوه کښتۍ بېرته لبنان ته لېږدول سوې.
د سوریې ولسمشر بشارلاسد تیره چهارشنبه د نومبر په ۱۱ مه یو دوه ورځینۍ ورکشاپ پیل کړ. د غه هیواد ته د سوریايي کډوالو بیرته ستنول د کنفرانس موخه بلل شوې. دا په داسې حال کې ده چې لاهم په سوریه کې جګړه روانه ده.
له بیروت څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ یو ځل بیا یوه سوریایي مهاجر په لبنان کې ځان ته اور اچولی دی. په ظاهره کې هغه دا کار د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله کړی دی.
له تېرې چهارشنبې راهیسې د پاریس د منیل – املو د کډوالو په اداري توقیف ځای کې دوه ځله د ځان وژنې هڅې شوې دي. د مهاجر پلوه سازمان سیماد په حواله د اداري توقیف د مودې غځېدو د هغو کډوالو د ناامیدۍ لامل ګرځي چې اداري توقیف ځایونو کې په بند کې دي.
له ۲۰۱۵ راهیسې المان کې ځینې عرب کډوال د مافیایي شبکو په لومو کې لوېږي. د جي دي پي د پولیسو صنفي اتحادیې یو غړي بنیامین یندرو وایي چې په معمول ډول دغې شبکې د هغو کډوالو په لټه کې دي چې جنایي دوسیې نه لري.
د بارسلونا فوټبال کلب د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۵مه نېټه) اعلان وکړ چې له هغو ماشومو کډوالو سره چې په ایټالیا، یونان و لبنان کې دي د ۶ میلیونو یورو په ارزښت مالي مرسته کوي. د فرانسې پخوانی لوبغاړی لیلیان توران د دې پروژې سفیر ټاکل شوی دی.