اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې ښکته شول
د شنبې په شپه (د سپټمبر ۱۴مه) د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شول. یاد کډوال له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.
د شنبې په شپه (د سپټمبر ۱۴مه) د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شول. یاد کډوال له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.
د جمعې په ورځ (د اګست ۲۳مه) د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرستوف کاستانر وویل، د اروپایي هیوادونو ترمنځ د یوې پرېکړې له مخې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۳۵۶ کډوال مالتا کې کوزېدلی شي. فرانسه وایي چمتو ده چې ۱۵۰ کډوال ومني.
د ایټالیا لومړی وزیر ګیسپ کونته د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) وویل، شپږ اروپایي هیوادونه چمتو دي چې اوپن ارمز کښتۍ کې ۱۵۰ سپرو کډوالو ته پناه ورکړي. یاده کښتۍ له څو ورځو راهیسې د ایټالیا ساحلي اوبو ته نږدې بنده پاتې ده.
د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي کې سپاره کډوال تر یوې اونۍ انتظار وروسته دې هیواد کې کوزېدلی شي. تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي وو چې یوازې هغه مهال کښتۍ کې سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکوي چې د کډوالو د وېشلو په اړه له اروپایي ټولنې سره یوې موافقې ته ورسېږي.
د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) په یوه یوغنډه کې چې د فرانسې پلازمېنه پاریس کې جوړه شوې وه، څوارلس اروپایي هیوادونه د کډوالۍ په اړه د ملاتړ پر یو «مکانیزم» موافقه وکړه. بشپړ معلومات.
د ۲۰۱۹م کال د مې میاشتې له ۲۳ تر ۲۶مې نیټې پورې اروپایي هیوادونو کې د اروپایي ټولنې ټاکنې ترسره کېږي. له ۱۹۷۹ راهیسې د اروپایي پارلمان استازي د اروپایي هیوادونو د اتباعو له خوا ټاکل کېږي. کډوال نیوز تاسوته د اروپایي ټاکنو د څرنګوالي په اړه معلومات درکوي.